کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنه مړه شوي

23 حوت 1396 ساعت 13:32

سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار- هرات په لویه لار د کندهار ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار- هرات په لویه لار د کندهار ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د کب ۲۳ مه غرمه مهال د کندهار- هرات پر لویه لار د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په تور مانده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت وايي، پېښه د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر او یوه کرولا موتر د ټکر له امله رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه په کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور ټپیان شوي، چې ښې او ماشومان هم په کې شامل دی.

د کندهار د والي ویاند زیاتوي، ۴۰۴ موټر چې د میرویس نیکه ترانسپورتي شرکت اړوند دی له کندهار څخه هرات ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې یې له کرولا موټر سره ټکر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 102374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com