سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار- هرات په لویه لار د کندهار ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د کب ۲۳ مه غرمه مهال د کندهار- هرات پر لویه لار د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په تور مانده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت وايي، پېښه د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر او یوه کرولا موتر د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه په کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور ټپیان شوي، چې ښې او ماشومان هم په کې شامل دی.
د کندهار د والي ویاند زیاتوي، ۴۰۴ موټر چې د میرویس نیکه ترانسپورتي شرکت اړوند دی له کندهار څخه هرات ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې یې له کرولا موټر سره ټکر کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کندهار