د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزيف ووټل ویلي، ۹۰ سلنه افغانان نه غواړي، چې طالبان دې بیا یو ځل واک ته ورسېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جوزيف ووټل دغه څرګندونې په واشنګټن کې د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې طالبان باید د زور له لارې د سولې خبرو ته اړ کړای شي او په وینا یې مهمه او کلیدي ستراتېژي هم همدا ده.
ووټل طالبان د نشه ييي توکو ترهګر او مافیايي ډله بللې او ویلي یې دي، چې د افغانستان ٩٠ سلنه خلک نه غواړي چې طالبان دې يو ځل بيا واک ته ورسېږي.
ده زیاته کړې، چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې به پر طالبانو د پوځي او سياسي فشار تر څنګ د پاکستان په څېر له هغو هېوادونو هم ګټه اخيستل کېږي چې له طالبانو سره اړيکې لري.
دغه راز هغه زیاته کړې، چې د سياسي او پوځي فشارونو تر څنګ افغان حکومت بايد پر اصلاحاتو هم ډېر کار وکړي او ولسمشر غني لا د مخه په دې برخه کې ژمنې کړې دي.
د امريکا د وسله والو ځواکونو قوماندان ويلي چې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه او د رڼو ټاکنو ترسره کول د دې اصلاحاتو يوه له مهمو برخو ده.
نوموړي ویلي، چې له دغو اصلاحاتو سره به په افغان حکومت او خلکو کې د باور فضا رامنځته شي او کارونه به په ښه لوري روان وي.
جمهورخبري آژانس:کابل