۰
چین او اروپايي ټولنه:

طالبان باید د سولې له رامنځ ته شوي فرصت ګټه واخلي او مذاکرات وکړي

پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۸
چین او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو او له طالبانو سره د سولې پر مذاکراتو ټینګار کړی دی.
طالبان باید د سولې له رامنځ ته شوي فرصت ګټه واخلي او مذاکرات وکړي
چین او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو او له طالبانو سره د سولې پر مذاکراتو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا او د هغه د  چینایي سیال دنګ شیجون تر منځ کتنه کې شوې دي.

راپورونه وايي، دواړو لورو د سولې لپاره د ولسمشر غني د وړاندیز هر کلی کړی دی او هغه یې د افغانستان د جګړې د پای لپاره ګټور بللی دی.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا ویلي، اروپايي ټولنه هیله لري، چې په دې رامنځ ته شوي فرصت کې طالبان د ولسمشر غني د وړاندیز په اړه بحثونه او مشورې پيل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې لپاره یو طلايي چانس پيدا شوی دی او ښکېلو خواوو ته په کار ده، چې له دغه فرصت ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د چین استازي هم ویلي، له طالبانو سره باید مذاکره وشي او د افغانستان جګړه د خبرو اترو له لارې حل شي.

چین او اروپايي ټولنې پر داسې مهال له طالبانو سره پر مذاکراتو ټينګار کړی، چې تازه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن هم به بګرام کې خبریالانو ته ویلي، چې د طالبانو له پاره د سولې یو ښه فرصت رامنځ ته شوی او طالبان باید د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

هغه ګواښ کړی، که طالبان سولې ته حاضر نه شي او له دغه فرصت څخه ګټه وانخلي، نو پر وړاندې به یې د افغان او بهرنیو ځواکونو پوځي فشارونه نور هم زیات او حالات به ورته خراب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي