ګوترش:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریه کې د ناورین جدي مخنیوی وکړي

26 حوت 1396 ساعت 10:55

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوترش د دغه سازمان په امنیت شورا غږ وکړ، چې د سوریې په غوطه کې د بشرۍ ناورین د مخنیوي له پاره جدي اقدامات وکړي.


د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوترش د دغه سازمان په امنیت شورا غږ وکړ، چې د سوریې په غوطه کې د بشرۍ ناورین د مخنیوي له پاره جدي اقدامات وکړي.

د جمهور آژانس د بخر له مخې ګوترش تېره ورځ جمعه د کب ۲۵ په خپله بیانیه کې د سورې په ختځه غوطه سیمه کې د خلکو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

هغه و ویل د په غوطه کې د اوربند د ۲۴۰۱ پرېکړې پر نه تر سره کېدو خواشنۍ دی او د جګړې له ټولو اړخونو غواړي، چې انساني، نړیوالو، د بشر حقونو قوانینو او دغه راز د ملکي وګړو ساتنې ته احترام وکړي.

د نوموړي په وینا له غوطې څخه د ټول ولسي وګړي وتل باید په امن او خپله خوښه او د نړیوالو قوانینو سره سم تر سره شي.

هغه و ویل، چې د امنیت شورا څخه غواړي، چې په یووالي سره دغه انساني ناورین ته نور د پای ټکی کېږدي او مخنیوي له پاره یې بېړني ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102446

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102446/

جمهور
  https://www.jomhornews.com