۰
ګوترش:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریه کې د ناورین جدي مخنیوی وکړي

شنبی ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۵
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوترش د دغه سازمان په امنیت شورا غږ وکړ، چې د سوریې په غوطه کې د بشرۍ ناورین د مخنیوي له پاره جدي اقدامات وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریه کې د ناورین جدي مخنیوی وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوترش د دغه سازمان په امنیت شورا غږ وکړ، چې د سوریې په غوطه کې د بشرۍ ناورین د مخنیوي له پاره جدي اقدامات وکړي.

د جمهور خبري آژانس د بخر له مخې ګوترش تېره ورځ جمعه د کب ۲۵ په خپله بیانیه کې د سورې په ختځه غوطه سیمه کې د خلکو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

هغه و ویل د په غوطه کې د اوربند د ۲۴۰۱ پرېکړې پر نه تر سره کېدو خواشنۍ دی او د جګړې له ټولو اړخونو غواړي، چې انساني، نړیوالو، د بشر حقونو قوانینو او دغه راز د ملکي وګړو ساتنې ته احترام وکړي.

د نوموړي په وینا له غوطې څخه د ټول ولسي وګړي وتل باید په امن او خپله خوښه او د نړیوالو قوانینو سره سم تر سره شي.

هغه و ویل، چې د امنیت شورا څخه غواړي، چې په یووالي سره دغه انساني ناورین ته نور د پای ټکی کېږدي او مخنیوي له پاره یې بېړني ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي