چارواکي:

لوګر کې د طالبانو د مخابراتو مسوول وژل شوی دی

27 حوت 1396 ساعت 11:25

د لوګر سیمه ییز چارواکي د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د مخابراتو د مسوول د وژل کېدو خبر ورکوي.


د لوګر سیمه ییز چارواکي د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د مخابراتو د مسوول د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه په برکي برک ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د ملا امان الله په نوم د طالبانو د مخابراتو مسوول وژل شوی او درې ملګري یې ژوندي نیول شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت دغه ادعا رد کړې، چې ګڼې د دوی د مخابراتو مسوول وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 


د مطلب کود: 102497

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102497/

جمهور
  https://www.jomhornews.com