د لوګر سیمه ییز چارواکي د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د مخابراتو د مسوول د وژل کېدو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه په برکي برک ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د ملا امان الله په نوم د طالبانو د مخابراتو مسوول وژل شوی او درې ملګري یې ژوندي نیول شوي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت دغه ادعا رد کړې، چې ګڼې د دوی د مخابراتو مسوول وژل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:لوګر