عبدالله عبدالله:

د چابهار بندر اړوند هېوادونه دې عملي ګامونه چټک کړي

28 حوت 1396 ساعت 8:35

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د چابهار بندر د فعالولو لپاره دې اړونده هېوادونه عملي ګامونه چټک کړي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د چابهار بندر د فعالولو لپاره دې اړونده هېوادونه عملي ګامونه چټک کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې تېره ورځ د کب ۲۷ مه کابل کې د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د چابهار بندر په اړه د شوې تازه څېړنې په پرانيستغونډه کې ګډون وکړې.

نوموړي د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د چابهار بندر په اړه د شوې تازه څېړنې ارزښتناکه وبلله او ویې ویل، چې چابهار د افغانستان، ایران او هند د خلکو لپاره یوه اغېزمنه پروژه ده، چې دغو هېوادونو یې له پخوا څخه د عملي کېدو هیله درلوده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د چابهار بندر په فعالولو سره به د درېیو واړو هېوادونو د خلکو په ژوند او سوداګرۍ کې اساسي بدلون راشي او په دې برخه کې د درې واړو هېوادونو عملي اقدامات د راتلونکي لپاره هیله مندي ډېروي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس و ویل، دوی هیله لري چې پاکستان په ټرانزیټي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې ستونزې رفع او د ګډو ګټو پر اساس اقدامات غوره کړي.

باید و ویل شي، چې په دغه غونده کې په افغانستان کې د هند او ایران سفیرانو هم برخه اخیستې وه او د چابهار بندر پر اهمیت یې خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102519

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102519/

جمهور
  https://www.jomhornews.com