په دایکنډي کې څلور پولیس وژل شوي دي

28 حوت 1396 ساعت 12:52

سیمه ییز چارواکي وايي، په دایکنډي ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په دایکنډي ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت چارواکي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو نن دوشنبې د کب ۲۸ سهار وختي په کجران ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د دایکنډي مرستیال والي سید محمد سادات نادري وايي، د طالبانو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې په دغه جګړه کې، چې یو ساعت یې دوام وکړ، وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:دایکنډي
 
 
 


د مطلب کود: 102533

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102533/

جمهور
  https://www.jomhornews.com