۰

په دایکنډي کې څلور پولیس وژل شوي دي

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۲
سیمه ییز چارواکي وايي، په دایکنډي ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دایکنډي کې څلور پولیس وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، په دایکنډي ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت چارواکي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو نن دوشنبې د کب ۲۸ سهار وختي په کجران ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د دایکنډي مرستیال والي سید محمد سادات نادري وايي، د طالبانو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې په دغه جګړه کې، چې یو ساعت یې دوام وکړ، وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:دایکنډي
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي