میدان وردګو کې ترافیکي پېښې ۱۷ تنه ټپیان کړل

28 حوت 1396 ساعت 14:07

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تنه ټپان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تنه ټپان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د کب ۲۸ مه د کابل – کندهار پر لویه لار د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د بادام په سیمه کې رامنځ ته شوې.

چارواکي، وايي پېښه د دوه ټونس موټرو د مخامخ ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ټپیان شوي.

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني زیاتوي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او د څلورو تنو روغتیايي حالت ښه نه دی.

باید و ویل شي، چې د کابل- کندهار او کندهار- هرات پر لویه لار دغه ډول پېښې زیاتره د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې پروایۍ له امله رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 


د مطلب کود: 102538

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102538/

جمهور
  https://www.jomhornews.com