پنټاګون:

طالبان له پاکستان جګړه تنظیموي، خو امریکايي ځواکونه یې د تعقیب اجازه نه لري

29 حوت 1396 ساعت 11:38

د امریکا ددفاع وزارت یوه ویاند مایک انډرېوس ویلي، افغان طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیموي.


د امریکا ددفاع وزارت یوه ویاند مایک انډرېوس ویلي، افغان طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیموي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې انډرېوس زیاته کړې، چې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه یو حقیقت دی او له دې حقیقته سترګې نه شي پټېدای.

د هغه په وینا وسله وال طالبان په افغانستان کې جګړه کوي او له هغه وروسته په پاکستان کې خپلو مرکزونه ته ورګرځي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امریکايي ځواکونه د پاکستان په خاوره کې د دغو ډلو د له منځه وړلو اقدام نه کوي زیاته کړې، امریکايي ځواکونه اجازه نه لري چې د افغانستان له پولو بهر ترهګر تعقیب کړي.

د امریکا د دفاع وزارت دغه ویاند وايي، امریکايي ځواکونه د پاکستان حریم ته درناوی لري او له ځينې ځانګړو مواردو پرته د پاکستان خاورې ته نه ننوځي.

نوموړي پر پاکستان غږ کړی، چې په خپله خاوره کې دې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او د دغه ډلو پر وړاندې دې عملي او جدي اقدامات پيل کړي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم تېره ورځ دوشنبې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې پاکستان د ترهګرو پروړاندې تر اوسه جدي اقدامات نه دي کړي.

هغه خبردارۍ ورکړی، چې که پاکستان د ترهګرو او وسله والو ډلو پر وړاندې عملي او جدي اقدامات تر سره نه کړي نو امریکا به د دغه هېواد پر وړاندې نور ګامونه پورته کړي، خو په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102564

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102564/

جمهور
  https://www.jomhornews.com