د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راځي

29 حوت 1396 ساعت 12:42

پاکستانی رسنۍ وايي، د دغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر بلنه منلې او ټاکل شوې کابل ته سفر وکړي.


پاکستانی رسنۍ وايي، د دغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر بلنه منلې او ټاکل شوې کابل ته سفر وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته د پاکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ناصرخان جنجوعه د سفر پر مهال د پاکستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، چې لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر دغه بلنه منلې ده، خو دا یې نه دي ویلي، چې هغه به څه وخت کابل ته سفر کوي.

په ورته وخت سرچینې دا هیله هم ښودلې، چې ښايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به هم پاکستان ته سفر وکړي.

د دغه سرچینې په خبره د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړ پوړ چارواکو تګ راتګ د اړیکو رغېدا او ټښنګت ته ګټور تمامېدای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102567

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102567/

جمهور
  https://www.jomhornews.com