ننګرهار کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي

4 حمل 1397 ساعت 11:43

په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.


په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسؤول ډګرمن شرین آقا فقري ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او مهترخان سیمه کې پر داعشیانو بریدونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بریدونو کې ۱۴ داعشیان وژل شوي، چې ۱۲ تنه په کې بهرني اتباع دي او تر اوسه یې هویت نه دی څرګند شوی، چې د کوم هېواد دي.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 102628

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102628/

جمهور
  https://www.jomhornews.com