۰

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پروسې نېټه اعلان کړه

یکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پروسې نېټه اعلان کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پروسې نېټه اعلان کړه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پروسې نېټه اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صیاد نن یک شنبې د وري میاشتې ۵ مه په کمېسیون کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پروسه به د روان وري میاشتې پر ۲۵ مه نېټه په رسمي ډول پیل شي.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لکه څنګه چې د ولس او نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې، د ټاکنو تر سره کېدو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې ګړندي ګامونه اخیستي دي.

صیاد زیاته کړه، چې د حمل میاشتې له ۲۵ نېټې سره سم به په ټولو ټاکنیزو حوزو کې د نوم لیکنې لړۍ د تذکرې په اساس پیل شي او هر چا چې په هره حوزه کې نوم لیکنه وکړه په همغه حوزه کې به رایه ورکوي.

ده و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل ټول توان سره خپلې چارې پر مخ وکړي، چې د ټاکنو له پاره کتابونه چاپ شوي او ډېر ژر به ولایتونو ته ولېږل شي.

دغه راز هغه دا هم و ویل، چې د استخدام پروسه هم دوام لري، چې یو شمېر کسان استخدام شوي او تر ټرېننګ وروسته به ولایتونو او ولسوالیو ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې هغه د ټاکنو د ترسره کېدو د پوهاوي په برخه کې د دغه کمېسیون کارکوونکو ته د څلور ورځي سمینار د پیل په اړه و ویل، چې د سمینار ګډون کوونکي به تر هغې وروسته ولایتونو او ولسوالیو ته لېږل کېږي تر څو خپلې چارې پر مخ بوزي.

هغه د دغه سیمنار له ګډونوالو وغوښتل، چې په هره حوزه کې یې کومه غیر قانوني کړنه ولیده نور د کمېسیون سره دې په جریان کې شي تر څو ټاکنې په شفافیت تر سره شي.

د نوموړي په خبره د سمینار ګډونوال باید ټول هغه تګلارې، قوانین او لوایح په نظر کې ونسي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا وړاندې شوي دي.

صیاد یو ځل بیا د شفافو او رڼو ټاکنو په تر سره کېدو ټنګار وکړ، او له ولس، امنیتي ځواکونو، مدني ټولنو، د څار ډلو، نړیوالو ټولنې څخه یې وغوښتل، چې د شفافو ټاکنو په ترسره کېدو کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره پوره مرسته او همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي