ازبکستان له افغانستان سره خپلې سوداګریزه اړیکې پراخوي

5 حمل 1397 ساعت 11:12

د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګرۍ وده کړې ده او صادراتو او وارداتو کچه به نوره هم لوړه کړل شي.


د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګرۍ وده کړې ده او صادراتو او وارداتو کچه به نوره هم لوړه کړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د سوداګرۍ وزیر جمشید حاجي اف په یوه خبري غونډه کې ویلي دوی به د درې میلیارده ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادر کړي.

د هغه په وینا په تېرو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې ۱۸ سلنه وده کړې ده او په راتلونکو کلونو کې به یې کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

نوموړی وایي، د افغانستان او او ازبکستان حکومتونو پرېکړه کړې چې د سوداګرۍ کچه به په نږدې راتلونکې کې تر ۱،۵ میلیارده ډالره پورې رسوي.

جمشید حاجي اف زیاته کړې، چې افغانستان له ازبکستان د ۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت د توکو صادرولو ظرفیت لري.

باید و ویل شي، چې د ازبکستان د سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ډېرو اسانتیاوو پر رامنځ ته کېدو هم ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102655

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102655/

جمهور
  https://www.jomhornews.com