۰

درانی وزیري د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستیال ویاندې په توګه وټاکل شوه

یکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۹
دراني وزیري د ولسمشر ماڼۍ د مرستیال ویاندې په توګه او دغه راز ویل کېږي، چې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د دغه وزارت د سرپرست ویاند په توګه ټاکل شوي.
درانی وزیري د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستیال ویاندې په توګه وټاکل شوه
دراني وزیري د ولسمشر ماڼۍ د مرستیال ویاندې په توګه او دغه راز ویل کېږي، چې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د دغه وزارت د سرپرست ویاند په توګه ټاکل شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آغلې وزیري او محمد رادمنش نن یک شنبې د وري ۵ مه پر دغه چوکیو په دندو ګمارل شوي دي.

درانی وزیري په ۲۰۰۷ کال کې د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځۍ فارغه او ماسټري د ښې حکومت ولۍ او د قانون د حاکمیت په برخه کې د امریکا د شمالي ایالت د اوهایو پوهنتون څه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تر لاسه کړې ده.

نوموړې تر دې وړاندې د عدلي وزارت، لویې څارنوالۍ او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د خپلواکې کمېټې د حقوقي مشاورې په توګه دنده تر سره کړې ده.

اغلې وزیري په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کړېدای شي او د لومړي افغان مېرمنې په توګه د مدافع وکیلانو د نړیوالې ټولنې غړیتوب له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۱ پورې درلود.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د ملي دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري له دندي تقاعد شوی او پر ځای یې د یاد وزارت مخنکی مرستیال ویاند محمد رادمنش د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي