۰
واشنګټن پوسټ:

کابل د حقاني شبکې سوله غوښتونکي غړي له پاکستانه راوباسي

دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي، کابل غواړي د حقاني شبکې هغه غړي د پاکستان له خاورې راوباسي، چې افغان حکومت سره سوله غواړي.
کابل د حقاني شبکې سوله غوښتونکي غړي له پاکستانه راوباسي
واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي، کابل غواړي د حقاني شبکې هغه غړي د پاکستان له خاورې راوباسي، چې افغان حکومت سره سوله غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼه کې ویل شوي، سپینې ماڼۍ هم د افغان حکومت د دغه تګلارې ملاتړې ده.

دغه ورځپاڼې لیکلي چې د سپینې ماڼې امنیتي چارواکي د طالبانو ترڅنګ له حقاني شبکې سره چې مرکز یې په پاکستان کې دی د افغانانو په مشرۍ د روغې جوړې لپاره د خبرو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه د چارواکو په حواله ویلي: کابل غواړي د دغې ډلې هغه غړي چې سوله غواړي له پاکستانه راوباسي، او دا چاره د اسلاماباد په اړه د امریکا له کړنلارې سره په ټکر کې نه ده.

واشنګټن پوسټ د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي، زموږ افغان همکاران غواړي چې سوله کې باید ټول هغه عناصر شامل وي چې روغه جوړه کوي د حقاني شبکه هم په دې عناصرو کې شامله ده او دا هغه څه دي چې د دغه چارواکي په وینا امریکا یې هم تایید وي.

امریکايي چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم په یوه مرکه کې ویلي، چې د سوله غوښتونکو طالبانو کورنۍ پاکستان برمته کړې او له همدې امله هغوی جګړې ته مجبوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي