د دایکنډي د انتخاباتو کمېسیون رییس د جنسي تېري په تور نیول شوی

7 حمل 1397 ساعت 10:32

سیمه ییز عدلي او قضايي چارواکي وايي، د دایکنډي ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس پر یوه انجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.


سیمه ییز عدلي او قضايي چارواکي وايي، د دایکنډي ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس پر یوه انجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دایکنډي ولایت د جرایمو ضد څانګې څارنوال شیر حسین سحر وایي، د دغه ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس قاسم قسیم د وسلو د لېږد او پر یوه انجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

نوموړي ویلي، چې قاسم قیسم تېره ورځ د پولیسو له خوا پر یوه انجلۍ د جنسي تېري او دغه راز د وسلو د لېږد په تور نیول شوی، چې دوسیه یې په څارنوالۍ کې تر پلټنې لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102723

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102723/

جمهور
  https://www.jomhornews.com