د شمالي کوریا ولسمشر چین ته تللی دی

8 حمل 1397 ساعت 7:55

چنايي رسنیو تاييد کړه، چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په یوه نه اعلان شوي دوه ورځني سفر چین ته ورغلی دی.


چنايي رسنیو تاييد کړه، چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په یوه نه اعلان شوي دوه ورځني سفر چین ته ورغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین شینهوا خبري آژانس په راپور کې ویلي، چې اون د چین له ولسمشر سره کتلي او ماښامنۍ یې هم یو ځای سره خوړه.

راپورنه وايي، اون ځکه چین ته سفر کړی، چې غواړي له امریکا او جنوبي کوریا سره تر خبرو مخکې له خپلو نېږدې متحدینو سره خبرې وکړي.

دا د اون تر ولسمشر کېدو وروسته لومړنی بهرنی سفر دی، چې تر سره کوي یې.

تېره ورځ جاپاني او امریکايي رسنیو خبر ورکړ، چې د شمالي کوریا د یوه اروګاډي قطار چین ته تللی چې ښايي د دغه هېواد ولسمشر به په کې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102759

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102759/

جمهور
  https://www.jomhornews.com