طالبانو د هلمندي ځوانانو د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی

8 حمل 1397 ساعت 14:00

وسله والو طالبانو په هلمند کې د دغه ولایت د ځونانو او مېرمنو د سولې پرلټ ته چې له طالبانو یې په کې د سولې غوښتنه کړې په مشروط ډول مثبت ځواب ویلی دی.


وسله والو طالبانو په هلمند کې د دغه ولایت د ځونانو او مېرمنو د سولې پرلټ ته چې له طالبانو یې په کې د سولې غوښتنه کړې په مشروط ډول مثبت ځواب ویلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په هغه غږیز پیغام کې چې د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له لوري رسنیو ته استول شوی ویل شوي، چې د هلمندي ځوانانو د سولې غوښتنې مني.

خو زیاته کړې یې ده، چې دوی دې لومړی د هغه امریکايي ځواکونو سره د سولې خبرې وکړي او د اروبند ضمانت دې واخلي، کوم چې د دوی په وینا د هلمند په ښوراب نظامي هډه او کندهار هوايي میدان کې مېشت دي.

په دې پیغام کې ول شوي، چې افغان حکومت د سولې په برخه کې خپلواکي نه لري او طالبان به هم تر هغې له حکومت سره د سولې خبرې ونه کړي، تر څو امریکایانو له طالبانو سره سوله نه وي کړې.

باید و ویل شي، چې په هلمند کې د نوي کال د دوهمې ورځې له خونړي برید وروسته دغلته ځوانانو او مېرمنو د سولې په نوم خېمه وهلې او وایي تر هغو به یې ټوله نه کړي تر څو طالبانو سوله نه وي کړې.

دوی پر طالبانو غږ کړی، چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې لا خپله کړي.

د پرلټ کډوانوال ځونان او مېرمنۍ وايي، د سولې دغه حرکت یې بشپړ ولسي دي او ان تر موسی قلعه پورې به بیا د سولې به خاطر طالبانو ته ورشي او د سولې ځولۍ به ورته وغواړي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 102779

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102779/

جمهور
  https://www.jomhornews.com