۰

طالبانو د هلمندي ځوانانو د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی

چهارشنبه ۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۰
وسله والو طالبانو په هلمند کې د دغه ولایت د ځونانو او مېرمنو د سولې پرلټ ته چې له طالبانو یې په کې د سولې غوښتنه کړې په مشروط ډول مثبت ځواب ویلی دی.
طالبانو د هلمندي ځوانانو د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی
وسله والو طالبانو په هلمند کې د دغه ولایت د ځونانو او مېرمنو د سولې پرلټ ته چې له طالبانو یې په کې د سولې غوښتنه کړې په مشروط ډول مثبت ځواب ویلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په هغه غږیز پیغام کې چې د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له لوري رسنیو ته استول شوی ویل شوي، چې د هلمندي ځوانانو د سولې غوښتنې مني.

خو زیاته کړې یې ده، چې دوی دې لومړی د هغه امریکايي ځواکونو سره د سولې خبرې وکړي او د اروبند ضمانت دې واخلي، کوم چې د دوی په وینا د هلمند په ښوراب نظامي هډه او کندهار هوايي میدان کې مېشت دي.

په دې پیغام کې ول شوي، چې افغان حکومت د سولې په برخه کې خپلواکي نه لري او طالبان به هم تر هغې له حکومت سره د سولې خبرې ونه کړي، تر څو امریکایانو له طالبانو سره سوله نه وي کړې.

باید و ویل شي، چې په هلمند کې د نوي کال د دوهمې ورځې له خونړي برید وروسته دغلته ځوانانو او مېرمنو د سولې په نوم خېمه وهلې او وایي تر هغو به یې ټوله نه کړي تر څو طالبانو سوله نه وي کړې.

دوی پر طالبانو غږ کړی، چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې لا خپله کړي.

د پرلټ کډوانوال ځونان او مېرمنۍ وايي، د سولې دغه حرکت یې بشپړ ولسي دي او ان تر موسی قلعه پورې به بیا د سولې به خاطر طالبانو ته ورشي او د سولې ځولۍ به ورته وغواړي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي