لغمان کې ترافیکې پېښې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

9 حمل 1397 ساعت 11:14

سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل- جلال آباد په لویه لار د لغمان ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل- جلال آباد په لویه لار د لغمان ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار پنشنبې د وري ۹ مه د کابل- جلال اباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند د کاکڅ په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، پېښه د دوه لوی باروړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړهو چې ټپیان د کاکڅ په کلینک کې تر درملنې وروسته د ننګرهار مرکزي روغتو ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا په پېښه کې وژل شوی کس د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 102812

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102812/

جمهور
  https://www.jomhornews.com