دفاع وزارت وايي په فراه ولایت کې ۷ پاکستاني وسله وال وژل شوي

9 حمل 1397 ساعت 11:45

د ملي دفاع وزارت په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د درې قوماندانانو او ۷ پاکستانیانو په ګډون د ۵۱ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.


د ملي دفاع وزارت په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د درې قوماندانانو او ۷ پاکستانیانو په ګډون د ۵۱ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن پنشنبې په یوه بله خبرپانه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د سیاه جنګل په سیمه کې د وسله والو پر ضد هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د د فضل الهادي، سردار او معاذ په نومونو درې سیمه ییز قوماندانان، ۷ پاکستاني وسله وال او ۲۱ نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوی، چې دغه راز په دې چاڼیزه عملیاتو کې ۲۱ نور وسله وال ټپیان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د فراه له بالابلوک ولسوالۍ څخه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

ځینې سرچینې وايي، چې د بالابلوک په جګړه کې د ځانګړو ځواکونو پنځه افغان سرتېري هم وژل شوي، خو دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102820

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102820/

جمهور
  https://www.jomhornews.com