سمنګانو کې یو تن خپل دوه کلن زوی وژلی دی

9 حمل 1397 ساعت 15:00

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې یو تن د چري ټوپک په ډزو خپل دوه کلن زوی وژلی او مېرمن یې ټپي کړې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې یو تن د چري ټوپک په ډزو خپل دوه کلن زوی وژلی او مېرمن یې ټپي کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د سمنګانو ولایت د مرکز ایبک اړوند د میرکلال په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سمنګانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول منیر رحیمي وايي، د دغه سیمې یو تن اوسېدونکي کمال الدین لومړی له خپلې مېرمنې سره شخړه کړې او وروسته یې پرې د چري ټوپک ډز کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، په دغه ډز د هغه دوه کلن زوی لګېدلی، چې وژل شوی او مېرمن یې ټپي شوې ده.

دی زیاتوي، چې د کمال الدین او مېرمنې تر منځ یې اختلاف وو خو دا چې د څه پر سر یې اختلاف و جزیات یې نه دي ورکړي خو وايي، کمال الدین نیول شوی او په لومړنیو څېړنو کې یې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

په ورته وخت د ایبک ښار د ولایتي روغتون نوکریوال ډاکتر محمد وسیم زرین ویلي، چې ټپي مېرمن په روغتون کې تر درملنې لاندې ده او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
 


د مطلب کود: 102830

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102830/

جمهور
  https://www.jomhornews.com