کورنیو چارو وزارت:

هلمند او ننګرهار کې ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوی

12 حمل 1397 ساعت 14:28

د کورنیو چارو وزارت وايي، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کورنیو چارو وزارت وايي، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یک شنبې د وري ۱۲ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د هلمند په ګرشک او د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې تر سره شوي.

سرچینه زیاتوي، چې د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د پولیسو په عملیاتو کې څلور داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دواړو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com