بغلان کې یوې نجلۍ ځان وژلی دی

13 حمل 1397 ساعت 15:30

سیمه ییز روغتیايي کارکوونکي وايي، په بغلان ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ ځان غرغره کړی او وژلی یې دی.


سیمه ییز روغتیايي کارکوونکي وايي، په بغلان ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ ځان غرغره کړی او وژلی یې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د بغلان د مرکزي روغتون رییس ډاکتر خلیل نرمګوی وايي، د دې نجلۍ جسد نن دوشنبې د وري ۱۳ مه روغتون ته وروړل شوی دی.

که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوې، خو د بغلان د ښځو چارو رییسې ویلي، چې ښايي پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې وي.
 
جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
 


د مطلب کود: 102935

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102935/

جمهور
  https://www.jomhornews.com