سیمه ییز روغتیايي کارکوونکي وايي، په بغلان ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ ځان غرغره کړی او وژلی یې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د بغلان د مرکزي روغتون رییس ډاکتر خلیل نرمګوی وايي، د دې نجلۍ جسد نن دوشنبې د وري ۱۳ مه روغتون ته وروړل شوی دی.
که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوې، خو د بغلان د ښځو چارو رییسې ویلي، چې ښايي پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې وي.
جمهورخبري آژانس:بغلان