د سولې عالی شورا یو پلاوی کندهار ولایت ته تللی دی

14 حمل 1397 ساعت 11:02

د افغانستان د سولې عالي شورا په هېواد کې د سرتاسري سولې د رامنځ ته کېدو په هدف کندهار ولایت ته یو لوړ پوړی پلاوی لېږلی دی.


د افغانستان د سولې عالي شورا په هېواد کې د سرتاسري سولې د رامنځ ته کېدو په هدف کندهار ولایت ته یو لوړ پوړی پلاوی لېږلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه پلاوی مشرۍ د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په غاړه ده او دوی به نن دوشنبې په کندهار کې د سولې د رامنځ ته کېدو له پاره د لوی کندهار له سیمه ییزه چارواکو، مدني ټولنو، دیني عالمانو، قومي مخور او ولسي خلکو سره خبرې اترې او ناستې ولري.

د سولې عالي شورا چارواکي وايي، کندهار ته یې د سفر موخه په ټول هېواد کې د سولې موج رامنځ ته کول دي تر څو افغانستان نور له جګړو، وژنو، ورانیو څخه خلاص او د پرمختګ، امنیت او ښه ژوند پر لور ګړندي ګامونه واخلي.

باید و ویل شي، چې د سولې عالي شورا په پلاوي کې د افغانستان د علماو شورا مشر، او د دغه شورا ګڼ شمېر استازي ګډون لري.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 102945

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102945/

جمهور
  https://www.jomhornews.com