د افغانستان د سولې عالي شورا په هېواد کې د سرتاسري سولې د رامنځ ته کېدو په هدف کندهار ولایت ته یو لوړ پوړی پلاوی لېږلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پلاوی مشرۍ د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په غاړه ده او دوی به نن دوشنبې په کندهار کې د سولې د رامنځ ته کېدو له پاره د لوی کندهار له سیمه ییزه چارواکو، مدني ټولنو، دیني عالمانو، قومي مخور او ولسي خلکو سره خبرې اترې او ناستې ولري.
د سولې عالي شورا چارواکي وايي، کندهار ته یې د سفر موخه په ټول هېواد کې د سولې موج رامنځ ته کول دي تر څو افغانستان نور له جګړو، وژنو، ورانیو څخه خلاص او د پرمختګ، امنیت او ښه ژوند پر لور ګړندي ګامونه واخلي.
باید و ویل شي، چې د سولې عالي شورا په پلاوي کې د افغانستان د علماو شورا مشر، او د دغه شورا ګڼ شمېر استازي ګډون لري.
جمهورخبري آژانس:کندهار