۰

پاکستاني چورلکو په کونړ ولایت بمبار کړی دی

پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۱
سیمه ییز چارواکي وايي، له راکټي بریدونو سربېره پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت کې هوايي بریدونو تر سره کړي دي.
پاکستاني چورلکو په کونړ ولایت بمبار کړی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، له راکټي بریدونو سربېره پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت کې هوايي بریدونو تر سره کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني چورلکې تېره ورځ چهارشنبې له ډېورنډ کرښې راوښتې او د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یې هوايي بریدونه کړي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، پاکستاني چورلکې له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې له ډورنډ کرښې راواوښتې او په دانګام کې یې بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه هوايي بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز مصمم وايي، د دې تر څنګ له وړمې ورځې راهیسې پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت ۳۶۳ توغندي هم ویشتلي، چې خلکو ته یې درانه مالي زیاتونه اړولي دي.

باید و یل شي پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي، چې دوی د افغانستان خپلواکۍ او ارضي تمامیت درناوی لري، خو له دې سره سره یې له کلونو راهیسې په افغان خاوره راکټي بریدونه جاري ساتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي