جرمني کې یو موټر چلوونکي ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

19 حمل 1397 ساعت 10:31

د جرمني پولیس وايي، په مونستر ښار کې یوه موټر چلوونکي خلک په موټر وهلي او ۳۳ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د جرمني پولیس وايي، په مونستر ښار کې یوه موټر چلوونکي خلک په موټر وهلي او ۳۳ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پولیسو زیاته کړې، چې دغه موټر چلوونکي خپل میني بس موټر پر پلیو خلکو خېژولی، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

پولیسو زیاته کړې، چې موټر چلوونکي هم ځان وژلی دی او امکان شته چې دا یو ترهګریز برید وی.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل نه دی معلوم خو پولیسو له خلکو غوښتي، چې د پېښې ځای ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103080

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103080/

جمهور
  https://www.jomhornews.com