۰

جرمني کې یو موټر چلوونکي ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

یکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
د جرمني پولیس وايي، په مونستر ښار کې یوه موټر چلوونکي خلک په موټر وهلي او ۳۳ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
جرمني کې یو موټر چلوونکي ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د جرمني پولیس وايي، په مونستر ښار کې یوه موټر چلوونکي خلک په موټر وهلي او ۳۳ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو زیاته کړې، چې دغه موټر چلوونکي خپل میني بس موټر پر پلیو خلکو خېژولی، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

پولیسو زیاته کړې، چې موټر چلوونکي هم ځان وژلی دی او امکان شته چې دا یو ترهګریز برید وی.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل نه دی معلوم خو پولیسو له خلکو غوښتي، چې د پېښې ځای ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي