د افغانستان له پاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف وايي، هېواد یې په پام کې لري، چې افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیه راټیټه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ایرګاشیف تېره ورځ ماښام مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې کتلي او زیاته کړې یې ده، چې د روان میلادي کال له جولای میاشتې به ازبکستان و افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیه راټیټه کړي.
نوموړي ویلي، چې ازبکستان به افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیه به له ۸،۵ سنټ څه ۵ سنټ ته راټیټه کړي.
په ورته وخت کې ولسمشر ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویلي افغان حکومت په پام کې لري، چې ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د ازبکستان د سرخان له سیمې د بغلان ولایت سره ونښلوي او په دې توګه به په یوه کال کې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د برېښنا ستونزه حل شي.
باید و ویل شي، چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد ۷ ولایتونه له برېښنا برخمن شوي او په ځینو ولایتونو کې د برېښنا بیه هم راټیټه شوې ده.
په بادغیس کې د برېښنا بیه له ۳۵ افغانیو و شپږو افغانیو ته او دغه راز په غزني کې هم ۶،۷۵ افغانیو پورې راټیټه شوې ده.
ارګ دا هم ویلي، چې ډېر ژر به د برېښنا ۷۰ میګاواټه مزی له جلال آباد سره هم ونښلوي، چې اصلي ظرفیت یې ۳۰۰ میګاواټه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل