د ټاپي پروژې مسوولین وايي، په افغانستان کې د دغه پروژې کارونه له مهال وېش سره سم پر مخ وړل کېږي او دا مهال یې پر مسیر د ماین پاکولو او خاورې ازمویلو پروسه پيل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په هرات کې د ټاپي پروژې د دفتر مشر او په یاد ولایت کې د ترکمنستان کونسل د دغه ولایت له والي آصف رحیمي سره په خبرو کې کړې دي.
د هرات ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د دغه پروژې مشر هغه راپورونه ناسم وبلل، چې ګواکي د ټاپي پروژې عملي چارې نه دي پيل شوې.
سرچینې زیاته کړې، چې دمګړی د ټاپي پر مسیر د ماین پاکولو او خاورې ازمویلو پروسه پيل شوې او په دې پروسه کې مسلکي ټیمونه کار کوي چې ډېر ژر به یې کار بشپړ شي.
د ټاپي پروژې مشر ویلي دوی د دې له پاره په هرات ولایت کې دفتر پرانستی تر څو د دغه پروژې عملي چارې له نږدې وګوري.
خبرپاڼه وايي، نوموړي ډاډ څرګند کړی او ژمنه یې کړې، چې د یادې پروژې چارې به پر وخت تر سره شي.
په ورته چې دوی د پروژې چارو ته ژمن دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
باید و ویل شي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې رسمي چارې نېږدې دوه میاشتې وړاندې په هرات ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
جمهورخبري آژانس:هرات