بغلان کې ترافیکي پېښې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

21 حمل 1397 ساعت 13:33

په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون ماښام (د وري ۲۰مه) د مرکزي بغلان د چهار شنبې تپه سیمه کې رامنځ ته شوې.

د بغلان د ترافیکو مدیر محمد نبي زاده وايي، پېښه د دوه کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو تن وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور ټپیان شوي دي.

هغه د پښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په غزني ولایت کې هم یوې ترافيکي پېښې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 


د مطلب کود: 103163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com