نړیوال بانک له افغانستان سره ۶۹۱ میلیون ډالره مرسته وکړه

21 حمل 1397 ساعت 13:57

نړیوال بانک له افغانستان سره د ۶۹۱ میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه وايي، په دې پيسو به په دغه هېواد کې درې سترې پروژې پلې شي.


نړیوال بانک له افغانستان سره د ۶۹۱ میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه وايي، په دې پيسو به په دغه هېواد کې درې سترې پروژې پلې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه مرستې تړون نن سه شنبې د وري ۲۱ مه کابل کې د افغان حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د نړیوال بانک د چارواکو تر منځ لاسلیک شوه.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د دغه تړون د لاسلیک پر مهال و ویل، چې د نړیوال بانک دا مرسته شوې پیسې به د روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ او د دولتي بانکونو د قرضو په برخه کې ولګول شي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې پیسو څخه به ۶۰۰ میلیونه ډالر د روغتیا او ۴۰ میلیونه ډالر به هم د دولتي بانکونو د ظرفیت جوړونې او معیاري کېدو په برخه کې ولګول شي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې له یادو پیسو به  ۵۱ میلیون ډالره، له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا او د نوري فایبر پر انتقالولو لګول کېږي، چې پر پلي کېدو به یې پاتې ۹ ولایتونه هم له نوري فایبر سره ونښلول شي.

په ورته وخت کې د نړیوال بانک استازې مېرمن سن هاس و ویل، چې دا مرستې به د افغانستان په پرمختګ ګټورې تمامې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103164

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com