نړیوال بانک له افغانستان سره د ۶۹۱ میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه وايي، په دې پيسو به په دغه هېواد کې درې سترې پروژې پلې شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه مرستې تړون نن سه شنبې د وري ۲۱ مه کابل کې د افغان حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د نړیوال بانک د چارواکو تر منځ لاسلیک شوه.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د دغه تړون د لاسلیک پر مهال و ویل، چې د نړیوال بانک دا مرسته شوې پیسې به د روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ او د دولتي بانکونو د قرضو په برخه کې ولګول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې له دې پیسو څخه به ۶۰۰ میلیونه ډالر د روغتیا او ۴۰ میلیونه ډالر به هم د دولتي بانکونو د ظرفیت جوړونې او معیاري کېدو په برخه کې ولګول شي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې له یادو پیسو به ۵۱ میلیون ډالره، له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا او د نوري فایبر پر انتقالولو لګول کېږي، چې پر پلي کېدو به یې پاتې ۹ ولایتونه هم له نوري فایبر سره ونښلول شي.
په ورته وخت کې د نړیوال بانک استازې مېرمن سن هاس و ویل، چې دا مرستې به د افغانستان په پرمختګ ګټورې تمامې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل