د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړي سرمفتش یا سیگار ویلي، د میلیونونو ډالرو په ارزښت د افغان ځواکونو تېل غلا شوي دي او اوس ځینو ته په یوه ګټور کاروبار بدل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیگار په راپور کې ویل شوي، چې لږ تر لږه د ۱۵۴،۴ میلیون ډالرو په ارزښت تیل له امریکايي او افغان امنیتي ځواکونو غلا شوي دي.
راپور زیته کړې، چې د تیلو له دې غلا کیدای شي په افغانستان کې د ترهگرو ډلو د مالي منابعو لپاره کار اخیستل شوی وي.
د سیګار د معلوماتو له مخې د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۰۸ میلادي نه تر ۲۰۱۶ پورې شاوخوا ۱۰،۶ میلیون لېتره تیل د افغانستان د پوځي عملیاتو لپاره برابر کړي، چې ټول ارزښت یې څه دپاسه ۱۳ میلیارده ډالر کېږي.
په راپور کې راغلي، چې افغان ځواکونو د تېلو دوېشلو په اړه پر نوې طرحه کار روان دی، چې ښایي د دې غلا مخه ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل