۰

پر ډېورنډ کرښه بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې

دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۶
امنیتي سرچینې وايي، دا ځل افغان او پاکستاني ځواکونه د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالۍ ته څېرمه پر ډېورنډ کرښه سره نښتي دي.
پر ډېورنډ کرښه بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې
امنیتي سرچینې وايي، دا ځل افغان او پاکستاني ځواکونه د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالۍ ته څېرمه پر ډېورنډ کرښه سره نښتي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان امنیتي سرچینې زیاتوي، چې دغه نښته نن دوشنبې د وري ۲۷ مه شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې پیل شوې، چې لا هم دوام لري.

امنیتي سرچینې زیاتوي، افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په مرسته غوښتل په ډنډپټان ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د وسله والو د تګ راتګ او اکمالاتي لار بنده کړي، چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

سرچینې وايي، د پاکستاني ځواکونو له برید سره سم افغان ځواکونو هم په متقابل برید لاس پورې کړی او دا مهال جګړه روانه ده.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني ملېشو او پوځیانو تېره ورځ هم د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له ډېورنډ کرښې راپورې وتلي او پر افغان ځواکونو یې بریدونه کړي و.

پاکستاني ځواکونو غوښتل، چې د یادې ولسوالۍ یوه مهمه او ستراتېژیکه نقطه ونیسي خو افغان ځواکونو او سیمه ییزه خلکو غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.

د پرون په جګړه کې ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه تنه یې افغان ځواکونو ژوندي نیولي او نور ځواکونه یې له کرښې په شاه شوي وو.

دوی پرون له افغان چارواکو د اوربند غوښتنه هم کړې وه او افغان چارواکو هم ورسره منلې خو نن یې یو ځل بیا سرغړونه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي