هند په افغانستان کې دوه برېښنا کوټونه جوړوي

30 حمل 1397 ساعت 9:55

هند پتېلې، چې په افغانستان کې د دوه بندونو په جوړولو پانګونه وکړي، خو دا چې څومره پانګونه به پرې کوي، په دې اړه یې جزیات نه دی ورکړل شوي.


هند پتېلې، چې په افغانستان کې د دوه بندونو په جوړولو پانګونه وکړي، خو دا چې څومره پانګونه به پرې کوي، په دې اړه یې جزیات نه دی ورکړل شوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې هندې غواړي، د سروبي ۲ او کاپیسا د باغدرې بندونه جوړ کړي.

د یاد وزارت سرچینو زیاته کړې، چې هند د دواړو بندونو د مشخصاتو په اړه معلومات غوښتي دي خو دا چې څومره پانګونه پرې کوې تر اوسه معلومات نشته.

باید و ویل شي، چې د سروبي ۲ بند د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري او د باغدرې بند په اړه ویل شوي چې ۳۰۰ میګاواټه برښنا تولیدولی شي.

د یادونې وړ ده، چې هند تر دې وړاندې د هرات په چشت شریف کې د سلما بند په جوړولو کې مرسته وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103454

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com