د ملي امنیت شورا سلاکار چین ته تللی دی

30 حمل 1397 ساعت 10:48

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پر یو لړ مسایلو د خبرو اترو له پاره چین ته تللی او له چنايي چارواکو سره به وګوري.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پر یو لړ مسایلو د خبرو اترو له پاره چین ته تللی او له چنايي چارواکو سره به وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی اتمر د چین د مرستیال ولسمشر وانګ چي شان په بلنه پیکنګ ته تللی دی او ټاکل شوې نن پنشنبې د وري ۳۰ مه له چنیايي چارواکو سره وګوري.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ویلي، چې ښاغلي اتمر به د دې لیدونو په ترڅ کې له چنیايي چارواکو سره د ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه ییزه همکارۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین د درې ورځني سفر پر مهال د دغه هېواد د مرکزي سیاسي کمېټې له مشر، د دولتي اموراتو د انسجام له وزیر، د دولت د امنیت له وزیر، د چین د مشترکو ځواکونو له لوی درستیز او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103458

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103458/

جمهور
  https://www.jomhornews.com