۰
ازبکستان:

پاکستان باید د افغانستان په ثبات کې رښتینې همکاري وکړي

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۸
ازبک او پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د سولې او ثبات په تړاو خبرې اترې کړې او ازبک چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان په ثبات کې رښتینې همکاري وکړي.
پاکستان باید د افغانستان په ثبات کې رښتینې همکاري وکړي
ازبک او پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د سولې او ثبات په تړاو خبرې اترې کړې او ازبک چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان په ثبات کې رښتینې همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېوادونو د چارواکو تر منځ خبرې ازبکستان ته د پاکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ناصرخان جنوعه په سفر کې شوې دي.

جنوعه ازبکستان ته تللی او هلته یې له ازبک چارواکو سره د افغانستان د امنیت سربېره پر ځینو نورو مسایلو هم خبرې اترې کړې دي.

ازبک چارواکو په خبرو کې له پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې خپله همکاري ونه سپموي، ځکه د دوی په وینا په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.

په دغه خبرو کې دواړو لورو ټینګار کړی، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې به یو له بل سره همکاري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي