ننګرهار کې چاودنې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1 ثور 1397 ساعت 8:58

سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ د وري ۳۱ مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د ولسي وګړو د سورلۍ په موټر شوې، چې له امله یې د یوه ماشومان په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د دوه ښځو په ګډون ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

خوږیانی وایي، په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي او ټول د جلال آباد روغتون ته د درملنې په موخه راوړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
 


د مطلب کود: 103487

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103487/

جمهور
  https://www.jomhornews.com