ننګرهار کې ۲۷ داعشیان وژل شوي دي

1 ثور 1397 ساعت 14:09

په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.


په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکو زیاته کړې، چې دغه داعشیان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تهاجمي عملیاتو کې وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د ننګرهار په بټي کوټ، روداتو، هسکه مېنه او دوربابا ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه تهاجمي عملیات پیل کړي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وايي، په دې ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۷ داعشیان وژل شوي او د هغو یو مهم پټنځای له منځه وړل شوی دی.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 103498

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103498/

جمهور
  https://www.jomhornews.com