په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکو زیاته کړې، چې دغه داعشیان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تهاجمي عملیاتو کې وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د ننګرهار په بټي کوټ، روداتو، هسکه مېنه او دوربابا ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه تهاجمي عملیات پیل کړي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وايي، په دې ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۷ داعشیان وژل شوي او د هغو یو مهم پټنځای له منځه وړل شوی دی.
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار