جنرال مراد علي مراد له دندې لرې کړای شو

3 ثور 1397 ساعت 15:27

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علي مراد له خپلې دندې لرې کړای شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علي مراد له خپلې دندې لرې کړای شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باوري سرچینې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبې د غوايي ۳ مه جنرال مراد له خپلې دندې لرې کړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ او کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د جنرال مراد د لرې کولو لامل تر اوسه معلوم دی.

باید و ویل شي، چې جنرال مراد علي مراد تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د پوځ د مشر په توګه دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 103579

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103579/

جمهور
  https://www.jomhornews.com