۰
د کورنیو چارو وزارت:

لومړی باید د ترهګرو ډلو مالي سرچینې وچې کړای شي

شنبی ۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۹
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي، د ترهګرو تر ځپلو وړاندې باید د هغوی مالي سرچینې وچې کړای شي.
لومړی باید د ترهګرو ډلو مالي سرچینې وچې کړای شي
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي، د ترهګرو تر ځپلو وړاندې باید د هغوی مالي سرچینې وچې کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي برمک دغه څرګندونې په فرانسه کې «د ترهګرو مالي سرچينو پر وړاندې مبارزه» تر عنوان لاندې نړيوال کنفرانس ته د وینا پر مهال کړې دي.

د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه وايي، په دې کنفرانس کې د ٨٠ هېوادونو وزيرانو او د ١٨ نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى وو، چې خبرې یې تر ډېره په له ترهګرۍ سره پر مبارزې راڅرخېدې.

ښاغلي برمک په خپلو خبرو کې ویلي، ترهګر په افغانستان کې یواځې وسله وال فعالیت لري او د یادو ډلو مرکزونه او عایداتي سرچینې ټولې یې له هېواده بهر دي.

نوموړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل د ترهګرو د مالي سرچينو پر وچولو ټينګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي