ناپېژانده وسله والو هرات کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي

9 ثور 1397 ساعت 16:13

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي، چې ښځې او ماشومانو هم په کې شامل دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي، چې ښځې او ماشومانو هم په کې شامل دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، دغه پېښه تېره شپه د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ناپېژانده وسله والو کسانو په دغه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پر غړو ناتار ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې پلار، مور، دوه زامن او درې لوڼې شاملې دي او برید کوونکي هم له پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

که څه هم تر اوسه د پېښې دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ځینې راپورونه وايي، وسله والو له دې کورنۍ سره کومه مخکنۍ دښمني درلوده.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 103772

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103772/

جمهور
  https://www.jomhornews.com